Onion براوزر د iOS لپاره د iOS لپاره د Linux لپاره د Linux لپاره د Mac OS لپاره د وینډوز لپاره

د Onion Launchpad د بلاک کېدو د لري کولو لپاره معلومات

service-url.website ته لاسرسی نه لرئ؟ په دغه پاڼه کې دا جزئیات راغلي چې څرنګه کولای شئ د سانسور مخه ونیسئ.

په Tor سره د سانسور مخنیوی وکړئ

Tor خلکو ته یوه داسې لاره ورکوي څو وکولای شي انټرنېټ په ناپیژانده توګه سره وګوري او له خلکو سره مرسته کوي چې له دواړو سانسور او څارنې نه مخنیوی وکړي. د Tor براوزر کټ مټ د نورو براوزرانو په څېر ده لکه کروم، فایرفاکس، سفاري، یاندیکس- چې په دې سره ستاسې د براوزر ټول کړه وړه د دې پر ځای چې ستاسې د انټرنېټي خدماتو وړاندې کوونکي ته په اختیار کې ورکړي او ستاسې ترافیک تر څارنې لاندې ولري، ستاسې د انټرنېټ ترافیک په یوه کوډ سره پټوي چې د دریو ناڅاپي داوطلبانه نوډونو په مټ یې دفاع کوي (چې دغو نوډونو ته «ریلي» هم وايي). دغه بهیر د دې لامل ګرځي تر څو هېڅوک پوه نه شي چې تاسې څوک یاست، چېرې یاست او چېرې ځئ (یعنې له کومې وېب پانې نه لیدنه کوئ).

له Tor څخه د بشر د حقونو مدافعان، فعالان او د نړۍ له ګوټ ګوټ نه هغه خلک کار اخلي کوم چې له سانسور او څارنې څخه ځانونه باسي. د دې لپاره چې د Tor په اړه لا ډېر زده کړو او دا چې هغه څرنګه کار کوي، نو د Tor د براوزر لارښود کتاب ته ورشئ.

1 پړاو: د Tor براوزر ډانلوډ کړئ

د Tor د براوزر د ډاونلوډ لپاره تر ټولو خوندي او ساده لاره د Tor Project رسمي وېب پاڼه ده. ستاسې د عامل سیستم لپاره، تاسې کولای شئ د Tor براوزر له لاندني لینک نه ووینئ:

د Tor د براوزر په ډاونلوډ کې له ستونزې سره مخامخ یاست؟

ښايي د ځینو دلایلو له امله ونشئ کړای چې د Tor Project وېب پاڼې ته لاسرسی ومومئ: د بېلګې په توګه هغه کېدای شي ستاسې په شبکه کې بلاک شوی وي. که داسې وشول، نو کولای شئ د ډاونلوډ له یوه ځایناستي میتود نه چې لاندې ترتیب شوي دي، ګټه واخلئ.

هېندارې

کولای شئ د Tor براوزر له یوې لاندنۍ رسمي هېندارې نه ډاونلوډ کړئ، یا هم:

GetTor

که چېرې د هېندارې سایټونه هم بلاک شوي وي، نو کولای شئ له GetTor نه د Tor براوزر د تر لاسه کولو غوښتنه وکړئ. GetTor هغه سرویس دی چې په اتومات ډول لینک لرونکو پیغامونو ته د Tor په وروستۍ ګڼه کې ځواب ورکوي، کوم چې په بېلابېلو ځایونو کې لکه Dropbox، Google Drive او GitHub کې یې کوربه توب کېږي:

  • 1 پړاو: دغې پتې ته gettor@torproject.org یو برېښنالیک ولیږئ او د خپل عامل سیستم له مخې، د پیغام په متن کې یوازې ولیکئ "windows", "osx" یا "linux" (د نقل قول له نښې پرته). همداشان کولای شئ د Tor براوزر د تر لاسه کولو لپاره، د یوې ژبې کوډ پرته له انګریزې اضافه کړئ. د بېلګې په توګه، د وینډوز لپاره په چینايي (چین) ژبه کې د Tor د براوزر د لینک د ډاونلوډ لپاره، gettor@torproject.org ته د "windows zh_CN" متن ولیږئ.

  • 2 پړاو: GetTor به په یوه برېښنالیک سره ځواب درکړي چې له ځانه سره هغه لینکونه لري کوم چې کولای شئ د Tor د براوزر کڅوړه، د کریپتوګرافیک لاسلیک (چې د ډاونلوډ د تایید لپاره اړین ده)، د لاسلیک لپاره د ګوتې د نښان کیلي او د کڅوړې مقابله اې مجموع ترې ډاونلوډ کړئ. ښايي تاسې ته د "32 بایټي" یا "64 بایټي" یو سافټ ویر هم وړاندیز شي: چې دا ستاسې د کمپیوتر په ماډل پورې تړلی دی.

همداشان د لاندنیو هېندارو په کارولو سره کولای شئ نورو اسنادو او سرچینو ته لاسرسی ولرئ:

2 پړاو: له Tor سره نښلیدل

کله چې د لومړي ځل لپاره د Tor براوزر کاروئ، نو له Tor سره د نښلیدو کړکۍ به ووینئ. دا غوراوی تاسې ته دا امکان درکوي چې مخامخ د Tor له شبکې سره ونښلئ یا هم د Tor براوزر د خپل اتصال لپاره کانفیګور کړئ. یو چیک باکس هم شته چې له تاسې پوښتي ایا د تل لپاره غواړئ په اتومات ډول د Tor له شبکې سره وصل شئ؛ که داسې وي، نو پر باکس باندې نښه وباسئ.

تاسې باید وکولای شئ چې د لنډې مودې لپاره د Tor د براوزر نه په ګټنې سره د پروګرام په کارولو د وېب نه لیدنه وکړئ او که چېرې د لومړي ځل لپاره له هغه نه لیدنه کوئ، نو بیا د "Connect" پر تڼۍ کلیک وکړئ.

له Tor سره د نښلیدو په برخه کې له ستونزې سره مخامخ یاست؟

ځینې وختونه ښايي د Tor شبکې ته ستاسې مخامخ لاسرسی ستاسې د انټرنېټې خدماتو د وړاندې کوونکي یا ستاسې د دولت له خوا بلاک شوی وي. ستاسې د Tor براوزر د همدې بلاکونو د شاته پرېښودو لپاره ځینې وسایل لري. په داسې سناریو کې، ستاسې د براوزر کانفیګور کول د یوه پل په مټ د نښلیدو لپاره په یوازې سر کفایت کوي. پلونه هغه ساده ریلي ګانې دي چې خصوصي دي او د هغوی بلاک کول هم ستونزمن کار دی.

د دیسکټاپ لپاره د پلونو د فعالولو د ډول څرنګوالی:

تاسې کولای شئ په ډیسکټاپ کې د Tor براوزر لپاره یو پل په لاندې بڼه وکاروئ: تنظیمات > اتصال > پلونه > یو له مخکې جوړ شوی پل وټاکئ. د 2021 کال د ډیسمبر له 22 راهیسې، هغه پلونه چې مخامخ د Tor براوزر ته رسېدل، په روسیه کې بلاک شوي دي.

له همدې کبله، لوستونکي باید له لاندنیو لارو څخه د یوه له مخې د پل لپاره غوښتنلیک ورکړي:

  • په ډیسکټاپ کې د Tor له براوزر نه د یوه پل غوښتنه: تنظیمات > اتصال > پلونه > له torproject.org > د CAPTCHA په حلولو سره د یوه پله غوښتنه وکړئ
  • د ټیلي ګرام ځانګړې چاینل ته د "/bridges" لېږي @GetBridgesBot او بیا وروسته د بچ پته کومه چې مو په لاسي ډول د کاپي او پیسټ له لارې د Tor په براوزر کې تر لاسه کړې ده هغه اضافه کړئ: تنظیمات > اتصال > پلونه > د هغه پل پته چې تاسې یې له پخوا پیژنئ دننه کړئ
  • له https://bridges.torproject.org/ لیدنه وکړئ او لارښوونې تعقیب کړئ
  • د برېښنالیک له لارې د پل غوښتنه: bridges@torproject.org د جیمیل یا Riseup برېښنالیک پتې له لارې؛ او بیا وروسته د پل د پتې اضافه کول کوم چې مو په لاسي ډول د کاپي او پیست له لارې د Tor په براوزر کې تر لاسه کړې ده هغه اضافه کړئ: تنظیمات > اتصال > پلونه > د هغه پل پته چې تاسې یې له پخوا پیژنئ دننه کړئ
  • د Tor براوزر نه دننه د Snowflake له لارې نښلیدل: تنظیمات > اتصال > پلونه > یو له مخکې نه جوړ شوی پل وټاکئ > Snowflake

د انډرویډ لپاره د پلونو د فعالولو د ډول څرنګوالی:

لوستونکي کولای شي دلته په ورتلو سره: Settings icon > Config Bridge > Use a bridge په انډوریډ کې له پل نه ګټه واخلي.

که چېرې هغه پلونه بلاک شوي وي چې مخامخ د Tor براوزر ته رسېږي، لوستونکي باید د لاندنیو یوې لارې پر مټ پل لپاره غوښتنه وسپاري:

  • د ټيلیګرام اختصاصي کانال ته د "/bridges" لېږل @GetBridgesBot او بیا وروسته د Tor په براوزر کې په لاسي ډول د کاپي او پیسټ له لارې د تر لاسه شوو پلونو د کرښو اضافه کول: د پل کانفیګور > د هغه پل وړاندې کول چې زه یې پیژنم
  • له https://bridges.torproject.org/ لیدنه وکړئ او لارښوونې تعقیب کړئ
  • د برېښنالیک له لارې د پل غوښتنه: bridges@torproject.org د جیمیل یا Riseup برېښنالیک پتې له لارې؛ او بیا وروسته د Tor په براوزر کې په لاسي ډول د کاپي او پیسټ له لارې د تر لاسه شوو پلونو د کرښو اضافه کول: د پل کانفیګور > د هغه پل وړاندې کول چې زه یې پیژنم
  • د Snowflake له لارې د Tor په براوزر کې نښلیدل: د پل کانفیګور > Snowflake

د iOS لپاره د پلونو د فعالولو د ډول څرنګوالی:

لوستونکي کولای شي د یوې وېب پاڼې په لیدو سره د پیاز سمبول ته ورشي > د پل کانفیګوریشن، او په iOS کې له پل نه ګټه واخلي.

که چېرې هغه پلونه بلاک شوي وي چې مخامخ د Tor براوزر ته رسېږي، نو کولای شئ له لاندنیو لارو څخه د یوه پر مټ د پل غوښتنه وکړئ:

  • د ټيلیګرام اختصاصي کانال ته د "/bridges" لېږل @GetBridgesBot او بیا وروسته د Tor په براوزر کې په لاسي ډول د کاپي او پیسټ له لارې د تر لاسه شوو پلونو د کرښو اضافه کول: د پل کانفیګوریشن > سفارشي پلونه
  • له https://bridges.torproject.org/ لیدنه وکړئ او لارښوونې تعقیب کړئ
  • د برېښنالیک له لارې د یوه پل غوښتنه: bridges@torproject.org د یوه جیمیل یا Riseup برېښنالیک پتې له لارې؛ او بیا وروسته د Tor په براوزر کې په لاسي دول د کاپي او پیسټ له لارې د تر لاسه شوو پلونو د کرښو اضافه کول: د پل کانفیګوریش > سفارشي پلونه
  • د Tor په براوزر کې دننه د Snowflake له لارې نښلیدل: د پل کانفیګوریش > Snowflake

3 پړاو: د Onion سرویس ته لاسرسی ومومئ

د Onion سرویسونه (چې پخوا به ورته «پټ سرویسونه» ویل کېدل) داسې خدمات (لکه وېب پاڼې) دي چې یوازې د Tor شبکې له لارې د لاسرسي وړ دي. د نورو وېب پاڼو په څېر، تاسې باید د یوه onion خدماتو د پتې په اړه پوه شئ، تر څو له هغه سره ونښلئ. د onion یوه پته، د هغو زیاترو ناڅاپي 56 تورو او شمېرو لړۍ ده چې په دوام یې «.onion» راځي. د دې لپاره چې د onion خدماتو په اړه لا ډېر زده کړئ، نو له دې پتې لیدنه وکړئ د Tor د براوزر لارښود کتاب.

د onion خدماتو ته د لاسرسي لپاره Onion Launchpad دا بسنه کوي چې لاندنی URL کاپي کړئ او د Tor په براوزر کې یې پیسټ کړئ: